CRI Online

د ۲۰۱۹م کال د روسيې د چيني فلمونو فيستيوال پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-06-09 16:28:29

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او روسيې تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې په ترڅ کې د کولتوري تګ راتګ د يو مهم فعاليت په توګه د ۲۰۱۹م کال د روسيې د چيني فلمونو فيستيوال د جون له ۶مې نيټې څخه تر ۱۴مې نيټې پورې په سانتيپټر سبورګ کې تر سره شو.

د دغه فيستيوال د پرانيستلو مراسم د جون د ۶مې نيټې په ماښام د سانتيپټر سبورګ په اورورا سمينار کې جوړ شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د مطبوعاتو وزارت دايمي مرستيال وزير او د فلمونو د دولتي ادارې مشر وانګ شياو هوې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په لارښوونه د فلمونو په ساحه کې د دواړو هېوادونو تر منځ تګ راتګ په پر له پسي توګه ټينګ شوی دی.له روسيې څخه د شي جين پينګ د ليدنې په وخت کې د دواړو هېوادونو اړيکې د نوې زمانې لپاره د همکاريو جامع او ستراتيژيکو اړيکو ته لوړې شوې. په دې حال کې د فلمونو جوړولو په کارونو کې دې د دواړو هېوادونو همکارۍ لا نورې پياوړې شي. هېله ده چې د دواړو هېوادونو د فلمونو جوړوونکي د دغه فلمونو د فيستيوال په فرصت کې د همکاريو سويه لوړه کړي، د دواړو هېوادونو د تمدنونو د متقابلو زده کړو او د دواړو هېوادونو د خلکو د عنعنوي دوستۍ د ټينګښت لپاره نوي خدمتونه تر سره کړي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای