CRI Online

فلسطين په اسرائيلو کې د امريکا د لوي سفير د هغې خبرې غندنه وکړه چې اسرائيل به د اردن سيند په لويديځه غاړه کې ځينې نورې سيمې لاندې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-09 16:39:55

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د فلسطين څو خواوو د جون په ۸مه نېټه د اعلاميو په خپرولو سره په اسرائيلو کې د امريکا د لوي سفير داويد فريدمان د هغې خبرې غندنه وکړه چې اسرائيل په دغه هېواد کې د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د ځينو سيمو د نيولو حق لري.

د فلسطين د ولسمشر مشاور نبيل شاهس په همدې ورځ اعلان وکړ چې د فلسطين مشرتابه او خلکو په پوره توګه په اسرائيلو کې د امريکا د لوی سفير خبرې رد کړې. هغه وويل چې د فلسطين او اسرائيلو د سولې بنسټ د اسرائيلو لخوا د فلسطيني خاورو د نيول کېدو حالت ختمول دي چې ختيځ بيت المقدس په کې شامل دی. د فلسطين خلک به خپلې خاورې وساتي او د پيړۍ تړون په شمول د فلسطين د نه بشپړېدلو پلانونو ته به ماتې ورکړي.

د فلسطين د ازادۍ بخښونکي سازمان د اجرائيوې کميټې سرمنشي صعب ارکات په همدې ورځ د فريدمان پر خبرو نيوکه وکړه او دا نظر يې څرګند کړ چې دا د سولې په لور لاره نه ده، خو بې پايه شخړو سبب کېدلی شي.

د فتح، حماس او جهاد ډلو په همدې ورځ د اعلاميو په خپرولو سره د فريدمان د يادو خبرو غندنه وکړه او په دې نظر دي چې دا به د فلسطين او اسرائيلو سوله ايز بهير او د سيمې امنيت او ثبات ته زيانونه ورسوي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای