د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د جون په ۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر ايران باندې د امريکا د نويو بنديزونو غندنه وکړه او فکر يې وکړ چې د امريکا هغه پاليسي چې پر ايران سخت فشار راوړي حتماً به ناکامه شي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد عباس الموسوي په ياده اعلاميه کې وويل، امريکا د دې مياشتې په ۷مه نېټه ويلي چې د ايران پر فارس خليج پيټرو کيمياوي شرکت باندې به بنديزونه ولګوي، دا له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده او يوه اقتصادي ترهګريزه کړنه ده.
په ياده اعلاميه کې دا ويل شوي، چې پر ايران باندې د امريکا د سخت فشار لګولو پاليسي حتماً به ناکامه شي، دا د امريکا د ډېرو پخوانيو ولسمشرانو په کړنو کې هم څرګنده شوې ده. نړيواله ټولنه داسې مسئوليت پر غاړه لري چې د امريکا يواړخيز تدابير او ظالمانه کړنې محدودې اوکنترول کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |