د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په ليبيا کې د م م د ماشومانو صندوق دفتر د جون په ۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د اپريل په پيل کې د دې هېواد د پلازمينې ترابلس په جنوب کې د رامنځته شويو وسله والو شخړو له امله ځايي ۱۲۰ زره زده کوونکي ښوونځيو ته نه شي تللی.
په دې اعلاميه کې راغلي چې د مسلسلو جګړو په وړاندې د ليبيا د ملي يووالي حکومت د اړوندو سيمو د ښوونځيو د تړلو غوښتنه وکړه چې له امله يې نژدې ۱۲۰ زره زده کوونکي ترې اغېزمن شوي دي. په دې اعلاميه کې ياده شوې چې د م م د ماشومانو صندوق به د ليبيا له ښوونيزې څانګې سره همکاري وکړي او په بېلا بېلو لارو به له ځايي زده کوونکو سره مرستې وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |