CRI Online

د نيپال د يو ټولنيز سازمان مسئول: د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز جنجال د امريکا يو اړخيز عمل دی

cri     (GMT+08:00) 2019-06-10 11:02:50

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز جنجال په دې وروستيو کې د نيپال د ټولنې په بېلا بېلا برخو کې د پام وړ لوری ګرځېدلی. د نيپال د زرين لمر ټولنې سرمنشي راکيش هامال د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز اصطکاک پر نړيوال اقتصاد اغېزمن ناورين بولي او د ده په اند دغه اصطکاک نه يوازې د چين او امريکا ترمنځ پر دوه اړخيزو اړيکو اغېزې لري.

د نوموړي په نظر د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز جنجال په نړۍ کې يوه لويه پېښه ده. هغه وويل، چې د نيپال اقتصادي بنسټ کمزوری دی، اقتصادي پرمختګ يې د نړيوالو اقتصادي حالاتو تر سخت اغېز لاندې دی. چين تل د نيپال د زده کړې ګټوره نمونه ده او د چين تجربې د پرمختيايي هېوادونو لپاره ډېرې مهمې دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای