د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کيوبا د دولتي شورا مشر او د وزيرانو غونډې رئيس دياز کنيل د جون په ۸مه نېټه پر دې ټينګار وکړ چې کيوبا به د امريکا له بنديزونو سره د مقابلې لپاره له وينزويلا سره لاسونه يو او همکاري به وکړي.
هغه په ټويټر کې ليکلي چې کيوبا او وينزويلا به په يووالي او مېړانې سره د امريکا له ګواښونو او ناعادلانه بنديزونو سره مقابله وکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |