د کلتوري پرمختګ ۷م نړيوال فورم د جون په نهمه نېټه د چين او مصر په کوربتوب د مصر په پلازمينه قاهره کې پرانيستل شو او د چين، مصر، امريکا، مکسيکو او هند په شمول د يو شمېر هېوادونو څه باندې ۶۰ کارپوهانو پکې ګډون کړی و. د دغه فورم اصلي موضوع "د اخلاقو او ارزښتونو په اړه د انسانانو د ګډو نظرونو جوړول" ده ، په دې فورم کې به په عمده توګه د همدې موضوع، د محافظه کارۍ او يواړخيزم د مخنيوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په هکله بحث وشي.
ياد فورم به دوه ورځې دوام ولري او د پای په مراسمو کې به يې د قاهرې اعلاميه او د چين د کلتوري پرمختګ د رپوټ په نوم ابي کتاب خپاره شي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |