د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰ هېوادونو ډلې د سوداګرۍ او ديجټالي اقتصاد وزيرانو غونډه د جون په ۹مه نېټه د جاپان په تسکوبا ښار کې پای ته ورسېده. تر دغې غونډې وروسته په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د سوداګرۍ د ازاد او مساوي چاپېريال خوندي ساتل ډېر اهميت لري. د ۲۰ هېوادونو ډله بايد د سوداګرۍ د نړيوال سازمان اصلاحات پرمخ بوزي.
د دغې اعلاميې له مخې، ياده ډله دې اړوند عمليات تر سره کړي چې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د شخړو د حل ميکانيزم پياوړی شي. د سوداګرۍ او پانګونې پراخوالی د اقتصادي سمسورتيا او دوام لرونکي پرمختګ د تر سره کېدو لپاره ډېر مهم عوامل دي، خو د اوسني سوداګريز چاپېريال په وړاندې ګواښونه ښايي د نړيوال اقتصادي زياتوالي د ورو کېدو سبب وګرځي.
دا چې امريکا له دې سره مخالفت کوي چې په دغه اعلاميه کې له سوداګرۍ ساتې غوښتنې سره د مخالفت په اړه محتويات وليکل شي، نو ځکه په ياده اعلاميه کې په دې اړه محتويات نه دي ليکل شوي، يوازې د جاپان لخوا چمتو شوې د يادې غونډې په رئيسه اعلاميه کې پر سوداګريز اصطکاک اندېښنه څرګنده شوې ده.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |