د سينهوا اژانس د خبر له مخې د المان د بهرنيو چارو وزير هيکو ماس د جون په لسمه نېټه په تهران کې وويل چې د ايران د ذروي مسئلې هر اړخيز تړون ډېر مهم دی او د اړوندو خواوو ګډې ساتنې ته اړتيا لري او د دې تړون له مخې د ايران ګټې بايد تضمين شي.
نوموړي په همدې ورځ له ايران څخه يوه ورځنۍ ليدنه وکړه او د دې هېواد د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف سره يې خبرې اترې وکړې. هغه تر خبرو اترو وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل چې د ياد تړون لاسليکوونکو په توګه المان، فرانسه او بريټانيا په ټينګه سره د دغه تړون اعتبار ساتي او د دې تړون له مخې د ايران له خوا د ټاکل شويو اقتصادي ګټو د تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي او اروپايي ټولنه تر خپلې وسې پورې د دې لپاره هم هلې ځلې کوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |