د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د المان صدراعظمې انګيلا ميرکيل د جون په ۱۱مه نېټه د سويس په ژنيو کې وويل، په اوس وخت کې څو اړخيزم له ننګونو سره مخ دي، بايد د جوړجاړي له لارې اوسنۍ ستونزې لېرې کړو.
هغې په همدې ورځ د کارګرو په نړيواله غونډه کې د وينا په ترڅ کې وويل، په اوس وخت کې په ټولې نړۍ کې څو اړخيزم غوښتنې له ننګونو سره مخ دی، زيات خلک وايي چې د خپل مټ په زور به لا ښه کارونه وکړو، خو په حقيقت کې جوړجاړی د نړيوالو همکاريو اصل دی او د توپير لرونکو نظريو د نږديوالي او د حالاتو د ښه والي لپاره ګټه لري.
نوموړې په دې غونډه کې د کارګرو د نړيوال سازمان د سل کلنې اعلاميې د لايحې د وړاندې کولو هرکلی وکړ او دې ته يې اشاره وکړه چې دغه اعلاميه به د نړيوال کېدو له جريان سره د مقاومت په حال کې لارښونکې کاري تګلاره برابره کړي. په عين وخت نوموړې دا هم وويل او پر دې يې باور وښود چې دغه سازمان به د نفوسو د جوړښتي بدلون او د اقليمي بدلون په شمول له ځينو ننګونو سره د مقابلې په ساحه کې يو ځل بيا د جاړجوړي او همغږۍ د هڅولو توان وښيي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |