CRI Online

په چين کې له سيلابونو او وچکالۍ سره د مقابلې لپاره دفاعي کارونه په منظم ډول روان دي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-12 16:13:18

اوس په چين کې د سيندونو اوبه د زياتېدو په حال کې دي. د چين حکومت له اړوندو څانګو څخه غوښتنه وکړه چې د سيلابونو د مخنيوي او له وچکالۍ سره د مقابلې لپاره اړوند کارونه تر سره کړي.د دغو کارونو په اړه د دولتي دفتر اړوند مسئول د جون په يوولسمه نېټه په بېجينګ کې وويل چې روان کال د سيلابونو د مخنيوي او له وچکالۍ سره د مقابلې حالت پېچلی دی، خو په دې برخه کې دفاعي کارونه په منظم ډول روان دي. چين به د لويو سيلابونو او طوپان د مخنيوي او له لويې وچکالۍ سره د مقابلې لپاره اړوند تدبيرونه پياوړی کړي او په دې برخه کې به د بېلا بېلو کارونو د تر سره کولو لپاره ډېرې هڅې وکړي.

د روان کال په مارچ کې د چين په ځينو جنوبي سيمو کې د سيندونو اوبه تر ډېرې اندازې پورې زياتې شوې وي، خو د چين شمالي سيمه کې بيا د جون په لومړۍ نيټه د اوبو اندازه زياته شوه.د سيلابونو د مخنيوي او له وچکالۍ سره د مقابلې عمومي قوماندانۍ د چين سرمنشي،د اوبو لګولو چارو مرستيال وزيز او له بېړنيو حالاتو سره د مقابلې څانګې مرستيال يي جيان چون په همدې ورځ د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر له خوا په جوړه شوې خبري ناسته کې وويل  د هوا او اوبو پېژندنې د څانګو د اټکل له مخې د سيندونو د اوبو د زياتېدو په حال کې به د چين عمومي اقليمي حالت ښه نه وي.د يانګ ځي،هواې هه او جو جيانګ سيند په شمول د ډېرو سيندونو پر غاړه پرتو سيمو کې به لوی سيلابونه رامنځته شي،د دې ترڅنګ د چين په شمال او شمال لويديځ کې به ځينې سيمې ښايي له سختې وچکالۍ سره مخ شي.سربېره پردې ښايې د چين په لويديځو غرنيو سيمو کې په تېره بيا د شه چوان او يون نان ولايتونو په وچو سيمو کې د غرونو لمنې ،ځمکې او ډبرو د ښوئېدو په شمول سخت ناورينونه رامنځته شي. له يادې وړاندوينې څخه ښکاري چې روان کال به د سيلابونو د مخنيوي او له وچکالۍ سره د مقابلې کارونه له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ شي او حالت به يې پېچلی وي.

د معلوماتو له مخې د سخت حالت پر وړاندې د سيلابونو او له وچکالۍ سره د مقابلې لپاره دفاعي کارونه په منظم ډول روان دي.په دې اړه يادې قوماندانۍ او د بېلا بېلو ځايونو اړوندو څانګو د څو څو ځلو لپاره د سيلابونو د مخنيوي او له وچکالۍ سره د مقابلې تمرينونه تر سره کړي، دغه راز د چين د اوبو لګولو وزارت تر لارښوونې لاندې د اوبو لګولو په اړه څه باندې يو څلوېښت زره پروژې ترميم او بيا جوړې شوې دي.د چين د اورګاډي عمومي شرکت د سيلابونو د مخنيوي لپاره د څه باندې ۱۴۰۰ ځايونو څارنه کړې او په عين وخت کې له بېړنيو حالاتو سره د مقابلې څانګې په هغو سيمو کې چې سيلابونه او ناورينونه همېشه پکې رامنځته کيږي،ډېر مرستندويه مالونه زيرمه کړي دي. سربېره پردې د چين حکومت په دې برخه کې د ژغورنې ډلو د جوړولو چارې پياوړې کړې دي.نوموړي وويل، اړوندو څانګو په مهمو سيمو او کمزوری برخو کې د چمتوالي کارونه پياوړی کړي او د سيلابونو د مخنيوي او له وچکالۍ سره د مقابلې لپاره يې د ۱۴۰ زرو تنو په ګډون ۳۶۰ د ژغورنې ډلې جوړې کړې او څه باندې دوه سوه ژغورونکې الوتکې يې چمتو کړې دي.سربېره دې دوی د ژغورنې کارونو د تر سره کولو لپاره په بېلا بېلو سيمو کې د اوبو لګولو، برېښنا، ترانسپورټ او مخابراتو په شمول د ډېرو څانګو يو مليون او يو لک کارکوونکي هم ګمارلي چې د سيلابونو د مخنيوي او له وچکالۍ سره د مقابلې لپاره درې کچې ډلې په ابتدايي توګه جوړې شوې دي.

يي جيان چون پر دې ټينګار وکړ چې د چين حکومت به د سترو ننګونو د مخنيوي او کنترول لپاره خپل تدبيرونه پياوړی کړي او د سيلابونو او طوپان په شمول د طبيعي ناورينونو د مخنيوي او له وچکالۍ سره د مقابلې لپاره به بېلا بېل کارونه تر سره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای