CRI Online

د چين له فضايي سټېشن سره د لومړۍ ډلې نړيوالو همکاريزو پروژو د انتخابولو نتيجه خپره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-13 16:02:33
د چين له فضايي سټېشن سره د لومړۍ ډلې نړيوالو همکاريزو پروژو د انتخابولو نتيجه خپره شوه

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، فضا ته د چين د انسان ليږدونکې پروژې دفتر او د م م د فضايي چارو دفتر د جون په دوولسمه نېټه په ويانا کې يوه ګډه خبري ناسته جوړه کړه. په دې ناسته کې د چين له فضايي سټېشن سره د فضايي علمي ازموينو په اړه د لومړۍ ډلې نړيوالو همکاريزو پروژو د انتخابولو نتيجه خپره شوه. له دې څخه ښکاري چې د چين د فضايي سټېشن په اړه نړيواله همکارۍ نوې مرحلې ته ننوتلې ده.

د ۲۰۱۸ کال په مې مياشت کې چين د م م د فضايي چارو له دفتر سره يوه ګډه اعلاميه خپره کړه چې له مخې يې د چين فضايي سټېشن ټولو هېوادونو، سازمانونو او شخصي علمي ډلو پر مخ خلاصېږي، يعنې په دغه سټېشن کې د فضايي علمي ازموينو د ترسره کولو په هکله د ګردې نړۍ ساينس پوهانو ته فرصت برابرېږي. ور پسې چين ته د ۲۷ هېوادونو د ۴۲ پروژو وړانديزونه رسېدلي او محتويات يې د هوانوردۍ تکنالوژۍ، د فضايي ژوند ساينس او د ځمکنۍ نړۍ ساينس په شمول له نهو برخو سره اړه لري.

د انتخاب تر يو کال وروسته، فضا ته د چين د انسان ليږدونکې پروژې دفتر او د م م د فضايي چارو دفتر د جون په دوولسمه په ګډه اعلان وکړ چې د ۱۷ هېوادونو ۹ پروژې د چين د فضايي سټېشن د لومړۍ ډلې په علمي ازموينو کې شاملې شولې. په ويانا کې د م م او نورو نړيوالو سازمانونو په مقر کې د چين دايمي استازي وانګ چون وويل، چين هيله لري چې د يو لړ واقعي عملونو له لارې نړۍ ته د ورخلاصون او همکارۍ فعاله نښه څرګنده کړي. هغه وويل

((د چين د فضايي سټېشن لخوا څرګنده شوې نښه پرانيستې ده او هېڅوک نه ترټي، دا په اوسنۍ نړۍ کې ډېره مهمه ده. د چين په اند، د نړيوالې همکارۍ لوری ورخلاصون او ګډې ګټې دي. نو د پروژو د انتخابولو په ترڅ کې مو په هرې برخې غور کړی دی. د چين دغه فضايي سټېشن نه يوازې د پرمختيايي هېوادونو، بلکې د پرمختللو هېوادونو پر مخ هم پرانيزي، دا د همکارۍ او ګډو ګټو نښه ده. ))

د پلان له مخې، د چين دغه فضايي سټېشن به په ۲۰۲۲ کال کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. فضا ته د چين د انسان ليږدونکې پروژې دفتر او د م م د فضايي چارو دفتر د يادو پروژو د انتخابولو لپاره يوه ځانګړې کمېټه او يو نړيوال ګروپ جوړ کړ چې د دغو پروژو ارزونه يې کړې. فضا ته د چين د انسان ليږدونکې پروژې دفتر مدير هاو چون په همدې ورځ وويل، د چين د انسان وړونکې پروژې موخه په سوله ييزه توګه د فضا کارول او خلکو ته ګټې رسول دي چې د م م له نظريو سره سمون خوري.

د م م د فضايي چارو دفتر مديرې سيمونيتا دي پيپو په همدې ورځ د چين دغه عمل وستايه چې د م م غړو هېوادونو پر مخ يې د خپل فضايي سټېشن امکانات پرانيستلي. هغې وويل، د چين دغه عمل فضا ته د انسان ليږدونې په برخه کې نړيواله همکارۍ هڅولې، نور زياتو هېوادونو ته يې فضا ته د انسان ليږدونکې تکنالوژۍ په څېړنه کې د ګډون فرصت برابر کړی او د م م د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ له موخې څخه يې قوی ملاتړ کړی.

د اطريش د فضايي فزيک کارپوه رودولف البريچت وويل، د همدې ورځې د فعاليت له امله يې د چين د فضايي سټېشن په اړه لا زيات مالومات تر لاسه کړي او د بهرنۍ فضايي چارو په برخه کې د اطريش او چين د راتلونکې همکارۍ په هکله پوره باور لري. هغه وويل

((چين خپل فضايي سټېشن پرانيستی، دا د بېلا بېلو هېوادونو لپاره يوه ښه نمونه ده او په سوله ييزه توګه د بهرنۍ فضا د کارولو په اړه د م م له مقصد سره هم سمون خوري. که په راتلونکی کې اطريش په دې برخه کې له چين سره د همکارۍ فرصت پيدا کړي، زه غواړم پکې ګډون وکړم. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای