CRI Online

سروې: چين لاهم د بهرنيو پانګوالو جذب کوونکی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-06-13 20:03:36

د چين د سوداګرۍ وزارت د جون په ۱۳ مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې په چين کې مصرف شوې بهرنۍ پانګې 369مليارډه او 60 مليونه يوانه ښودل شوي چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪6.8 زياتوالی ښيي. دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې بهرنۍ مستقيمې پانګونې په څرګنده توګه کمې شوې دي، نو په چين کې د بهرنيو پانګو له زياتوالي څخه څرګنديږي چې چين لاهم د بهرنيو پانګوالو جذب کوونکی دی او د امريکا هغه نظر بيخي بې اساسه دی چې وايي د ګمرکي تعرفو د زياتېدو له امله به بهرنۍ تصدۍ له چين څخه ووځي.

د چين د سوداګرۍ وزارت شمېره ښيي چې د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د چين د عصري تکنالوژۍ په چارو کې مصرف شوې بهرنۍ پانګې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪47.2 زياتې دي او د چين په بېلابېلو برخو کې د کوريا جمهوريت، جاپان، امريکا، بريټانيې، جرمني او اروپايي ټولنې پانګې هم زياتې شوي او په دې جملې کې د امريکا پانګې ٪7.5 لوړې شوې دي. د م م د سوداګرۍ او پرمختګ سازمان سروې هم ښيي چې په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ بهرنۍ مستقيمې پانګې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ٪13 کمې شوي او په دې جملې کې د امريکا لخوا جذب شوې بهرنۍ پانګې ٪9 راکمې شوي، خو په عين وخت کې د چين لخوا راجلب شوې بهرنۍ پانګې ٪4 زياتې شوې دي.

که څه هم امريکا د چين په مقابل کې سوداګريزه جګړه پيل کړې او له دې امله د نړۍ بهرنۍ پانګونې په زياتې اندازې کمې شوي ، خو چين به بيا هم خپل ورخلاصون ته ادامه ورکړي، له بهرنيو پانګو څخه به ګټې پورته کړي ، د بهرنيو تصديو ګټې به ښه وساتي او ښې خدمتونه به ورته برابر کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای