CRI Online

د چين د کارپوهانو په اند د امريکا لخوا پيل شوی تجارتي اصطکاک د نړيوال کيدو بهير خرابوي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-14 17:04:52

د چين او امريکا د اقتصادي او تجارتي اړيکو په هکله علمي سمينار چې مشري يې د چين د چينګ هوا پوهنتون د چيني اقتصاد د فکرونو او تجربو د څيړنې انسټيټيوټ پر غاړه وه رياست شوی، د جون په ۱۳مه نېټه تر سره شو. زياتو چينايي مشهورو کارپوهانو په دغه سمينار کې څرګنده کړه چې د امريکا لخوا پيل شوی تجارتي اصطکاک د نړيوال کيدو بهير خرابوي او په پای کې به د ټولې نړۍ ګټو ته زيانونه ورسوي او د امريکا لخوا پر چين باندې اچول شوي فشارونه د چين د پرمختيا ګامونه نه شي بدلولی.

د امريکا د حکومت په لمسون سره د چين او د دغه هېواد د تجارتي اصطکاک په هکله د چينګ هوا پوهنتون د ياد انسټيټيوټ مشر لي داو کوې په دې نظر دی چې د امريکا حکومت تاريخي تيروتنې هيرې شوې. هغه وويل چې په ۱۹۳۰ کال کې امريکا د ګمرکي مالياتو د لوړولو په اړه د سموټ هاولي د ګمرکي مالياتو قانون تصويب کړ او له امله يې د نړيوال تجارت عمومي اندازه ۶۶سلنه کمه شوه او په ټوله نړۍ کې د اقتصاد کمزورتيا سبب شوه. لي داو کوې وويل چې دا ځل امريکا يو ځل بيا د چين او امريکا د تجارت پر وړاندې خنډونه جوړوي او امکان شته چې لا نوره بده نتيجه به رامنځته شي. دا ويلی شم چې اوسمهال په اقتصادي او تجارتي ساحه کې د چين او امريکا تر منځ اړيکې په دې برخه کې د نړيوالو اړيکو يو کليدي ټکی دی او د امريکا او اروپا تر منځ د تېرو اړيکو په نسبت لا ټينګې دې. ځکه چې اوسمهال د نړيوالو ارزښتونو د ځنځير وخت دی او د چين او امريکا تر منځ تجارتي اړيکې د دغه ځنځير يوه مهمه برخه ده، نو د دغو اړيکو خرابول به په واقعي توګه د نړيوالو ارزښتونو ځنځير او د نړيوال کيدو بهير ته زيانونه ورسوي، حتې د ۱۹۳۰ کال په پرتله لا سخته نتيجه به رامنځته شي. د امريکا د مشرانو دغه تاريخ هير شوی دی.

لي داو کوې څرګنده کړه چې چين به د يو مسئول لوی هېواد په توګه د نړيوال کيدو د ساتنې دنده پر غاړه واخلي. چين د نړيوال اقتصاد د پرمختيا لومړی انجن دی، نو موږ د نړيوالې سوداګرۍ د ازادو د ساتنې مسئوليت لرو. لومړی موږ بايد په ښه توګه خپل کارونه تر سره کړو چې د نړيوال اقتصاد د ثبات ساتل دي. موږ د نړيوال اقتصاد د پرمختيا تر ټولو لومړی انجن يو، نو د چيني اقتصاد ثابتوالی د نړيوال اقتصاد له ثابتوالي سره ټينګې اړيکې لري. موږ بايد له امريکا سره د تجارتي اصطکاک په مقابله کې اړين تدبيرونه غوره کړو.

د چينګ هوا پوهتنون د ټولنيزو علومو د اکاډمۍ مسئول ليو تاو شيونګ په دې نظر دی چې د امريکا لخوا پيل شوی سوداګريز اصطکاک به د انسانانو او ټولنو ګټو ته په دايمي توګه زيانونه ورسوي، ځکه چې دغه عملونه به د نړيوالو توليدي چارو سيستم خراب کړي او د انسانانو دايمي ګټې به قرباني کړي. د نړيوال کيدو د پرمختيا په بهير کې اوسمهال د ټولې نړۍ د کارونو د ويشلو سيستم ډېر ټينګ شوی دی. له دې لحاظه امريکا د ځان د ستراتيژيکي هدف تر لاسه کولو لپاره له چين سره په سوداګرۍ کې خنډونه جوړوي، دغه ټاکنه ناسمه ده. ځکه چې امريکا غواړي د ټولو انسانانو د دايمي ګټو د قرباني کېدو له لارې خپل ستراتيژيکي هدف تر لاسه کړي.

د چين د ولسي پوهنتون مرستيال مشر وو شياو وويل چې چين په ټوله نړۍ کې د توليدي چارو تر ټولو بشپړ ځنځير لري او بايد د چيني اقتصاد جوړښت او د بازارونو پيمانې ته په ټيټه سترګه ونه کتل شي. که څه هم تجارتي اصطکاک به د لنډ مهال لپاره پر چين فشارونه راوړي، خو د چين د پرمختيا ګامونه به نه شي بدلولی. ځکه چې چين لا هم د بازاري کيدو اصلاحاتو ته دوام ورکوي او پر له پسي ورخلاصون وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای