CRI Online

په سهامي بازار کې د علمي اختراع ونډې پرانیستل به د چین باکیفیت پرمختګ لپاره خوځنده انجین وګرځي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-14 19:35:33
په سهامي بازار کې د علمي اختراع ونډې پرانیستل به د چین باکیفیت پرمختګ لپاره خوځنده انجین وګرځي

د روانې میاشتې په ۱۳ نیټه د شانګهای په سهامي بازار کې د علمي اختراع ونډه په رسمي توګه پرانیستل شوه. یوازی ۷ میاشت مخکې یعنی د تیر کال په دیسمبر کې د چین د دولت رئیس شي جین پینګ اعلان کړی و چې د شانګهای د اسهامو په بازار کې به علمي اختراعي ونډه جوړه شي. له دې نه د دغې ونډې اهمیت او د سهامي بازار د اصلاحاتو او پرمختګ په اړه د چین اراده او سرعت څرګندیږي.

په نړۍ کې د علمي صنعت چټک پرمختګ پانګونو ته ډیرې اړتیاوې لري. دغه راز، د علمي اختراع سهامي پانګې به عموماً د انفورمیشن تخنیکونو، عصري سامان الاتو، نویو توکیو او انرژیو په ګډون له عصري او اختراعي صنایعو او ستراتیژیکو نویو صنایعو څخه ملاتړ وکړي.

په عین وخت کې د چین علمي اختراعي سهامي ونډه به نړیوالو پانګوالو ته نوی فرصتونه هم ورسوي. د دغو سهامي ونډو له لارې نړیوال پانګوال د چین انکشافي ګټې هم شریکولی شي.

علمي اختراعي سهامي ونډه به د چین د سهامي بازار د اصلاحاتو ازمویښتي کروندې په توګه له نړیوالو قاعدو سره سمون ولري او د چین د پانګونې بازار هراړخیز او ژور اصلاحات به وهڅوي، د چین باکیفیت پرمختګ لپاره به لوی قوت برابر کړي او د نړیوال پولي بازار د ارامتیا او پرمختګ لپاره به د چین خدمت ترسره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای