CRI Online

د شانګهای همکارۍ سازمان د ګډ برخلیک ټولنه دې نوره هم ټینګه شي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-15 09:41:55
د شانګهای همکارۍ سازمان د ګډ برخلیک ټولنه دې نوره هم ټینګه شي

د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۱۴مه نیټه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړیو هیوادونو د مشرانو شورا په ۱۹ غونډه کې په خپله وینا کې وویل، چې د شانګهای همکارۍ سازمان باید د یووالي، متقابل باور، د امنیت او خطر شریکولو، د ګډو ګټو، متقابلو زده کړو او ټول شموله نمونه وګرځي او د دغه سازمان د ګډ برخلیک ټولنه دې نوره هم ټینګه شي.

د ۱۸ کلونو له پرمختګ وروسته د شانګهای همکارۍ سازمان داسې سیمه ییز سازمان ګرځېدلی، چې تر ټولو زیات نفوس او پراخوالی لري. دغه سازمان اوس د نړیوالې سولې او پرمختګ د هڅولو او د نړیوال عدالت د ضمانت لپاره یو مهم ځواک ګرځېدلی دی.

شپږ کاله دمخه رئیس شي جین پینګ په لومړي ځل د دغه سازمان په سرمشریزه غونډه کې د ګډون په ترڅ کې غوښتنه کړې وه، چې د «شانګهای روحیه » دې خپره او ګډ پرمختګ دې رامنځته شي. تیر کال نوموړي د چینګداو په سرمشریزه غونډه کې وویل، چې «شانګهای روحیه » د شانګهای همکارۍ سازمان د غړیو هیوادونو ګډه شتمني ده او اوس یې یو ځل بیا د بیشکیک په سرمشریزه غونډه کې وویل، چې باید له «شانګهای روحیې » څخه ښه استفاده وشي.

«شانګهای روحیه » د دغه سازمان په څو سرمشریزو غونډو کې د رئیس شي جین پینګ د ویناوو مهم ټکی ګرځیدلی، چې په هره غونډه کې پرې ټینګار کوي، لامل یې دا دی چې «شانګهای روحیه » له متقابل باور، ګډو ګټو، مساواتو، مشورو، متمدن رنګارنګوالی او ګډ پرمختګ سره نږدې تړاو لري، د دغه سازمان دایمي خوځنده قوت دی او هم له ستونزو او خطرونو سره د مقابلې اساسي ځواک دی.

دغه سازمان اوس اته غړي هیوادونه، څلور کتونکي هیوادونه او شپږ ډیالوګ کوونکي ملګري هیوادونه لري، چې نفوس یې د نړۍ کابو نیمه برخه نیسي. د شانګهای همکارۍ سازمان د یو سیمه ییز جامع سازمان په توګه د ګډ برخلیک ټولنې د لا ټینګښت او ابادۍ لپاره هلې ځلې کوي او په نړۍ کې له ګډو ننګونو سره د مقابلې کولو او د څواړخیزم او نړیوالو قاعدو د ساتلو په برخه کې هم ځانګړی اهمیت لري. د «شانګهای روحیې » په رڼا کې به له متحدو همکاریو څخه په ښې استفادې سره د شانګهای همکارۍ سازمان مخ پر پیاوړې کیدو وي، خلکو ته به لازیات برم او امنیت ورسوي او نړیوال پرمختګ ته به لازیاته ارامتیا ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای