د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې له قرغېزستان څخه رسمي ليدنه کړې او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د شورا په ۱۹مه غونډه کې يې ګډون کړی و. د قرغېزستان بېلا بېلې خواوې په دې نظر دی چې چين د قرغېزستان ښه ګاونډی هېواد، دوست، ملګری او ورور دی. له دغه هېواد څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نوې پاڼه پرانيزي.
د دغه هېواد عمده خبري رسنيو خبر ورکړی چې د قرغېزستان او چين د مشرانو ترمنځ مؤثرې او بريالۍ خبرې تر سره شوې، د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې ژورې شوې او متقابل باور نوې مرحلې ته رسېدلی دی. دواړو هېوادونو د کرنې، سوداګرۍ او پولي چارو په برخو کې يو لړ همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي چې دا به د دواړو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره ګټور وي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |