د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان لومړي وزير شنزو ابي د جون په ۱۴مه نېټه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلېفوني خبرې وکړې او دواړو مشرانو په دغو خبرو کې ايران ته د شنزو ابي د تازه سفر او پر جاپاني نفت وړونکې بيړۍ باندې د بريد په اړه بحث وکړ.
شنزو ابي له دغو خبرو وروسته خبريالانو ته وويل، هر چا چې د هورموز په تنګي کې پر جاپاني نفت وړونکې بيړۍ باندې بريد کړی، عمل يې د بيړيو امنيت ته خطر پېښ کړی، نو جاپان پر دې ټينګه نيوکه کوي. جاپان به په راتلونکې کې له امريکا او نړيوالې ټولنې سره يو ځای د منځني ختيځ سيمې د امنيت او سولې د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
د معلوماتو له مخې، څو ورځې مخکې شنزو ابي له ايران څخه ليدنه وکړه او هغه په تېرو کابو ۴۱ کلونو کې د جاپان لومړی صدراعظم دی چې له ايران څخه يې ليدنه کړی ده. نوموړي د دغې ليدنې په ترڅ کې د ايران له ولسمشر حسن روحاني او ستر مذهبي مشر ايت الله خامنه يي سره خبرې اترې وکړې. د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله خامنه يي د شنزو ابي لخوا د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شفاهي پيغام رد کړ او څرګنده يې کړه چې ايران پر امريکا باور او اعتماد نه لري او له امريکا سره له ډيالوګ څخه ډډه کوي.
د ناروې يوه نفت وړونکې بيړۍ او د جاپان يوه نفت وړونکې بيړۍ د جون په ۱۳مه نېټه د عمان په سمندر کې د بريد له امله ولګېدله. د امريکا د بهرنيو چارو وزير ميک پومپيو په همدې ورځ وويل چې ايران دې پر دغو دوو بيړيو باندې د بريد کولو پړه پر غاړه واخلي، خو هغه هيڅ شواهد نه دي په ډاګه کړي. د ايران د بهرنيو چارو وزارت په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره دې ته اشاره وکړه چې پر ايران د امريکا نيوکه بې دليله ده. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |