د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۵مه نېټه د اسيا د متقابل عمل او باور د جوړونې د اقداماتو په کنفرانس کې د ګډون په وخت کې څرګنده کړه چې بېلا بېلې خواوې بايد په اقتصاد او تجارت کې د مسئلو په هکله يو د بل د درناوي پر روحيې ټينګار وکړي او د مساوي خبرو اترو او سلامشورو له لارې د نړيوالو اړيکو د اصولو او د څو اړخيزې سوداګرۍ د اصولو له مخې په مساعد ډول دغه مسئلې حل کړي، خو د سوداګرۍ د غوښتنې او يواړخيزم له لارې نه. د چين دغه موقف نه يوازې د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ د مساوي حقوق بلکې نړيوال عدالت هم ساتي.
شي جين پينګ وويل چې چين غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای د ګډو بحثونو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر بنسټ د ټولې نړۍ د ادارې پر نظريو ټينګار وکړي، د م م په مرکزيت د نړيوال سيستم او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان په مرکزيت د تجارت د څو اړخيز ميکانيزم وساتي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |