د سين هوااژانس د خبر له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو د مشرانو د شورا نولسمه غونډه د جون په ۱۴مه نېټه د قرغيزستان په پلازمينه بيشکيک کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه. نړيوالې ټولنې د دغې وينا لوړه ستاينه وکړه او په دې نظر دی چې دغه وينا د شانګهای د همکارۍ سازمان د پرمختګ هدفونه او د دغه سازمان د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ لپاره يې لوری روښانه کړی دی.
د افغانستان د سياسي چارو څيړونکی شمس الحق ارينفر وايي چې د ګډو بحثونو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر بنسټ د ټولې نړۍ د ادارې فکر چې د شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی، د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د مساوات او ګډو ګټو وړانديز کوي او ټول هېوادونه په مساوي توګه پرمختګ مومي، مساوي ګټې تر لاسه کوي او د اقتصادي پرمختيا او سمسورتيا په برخه کې ګډ هدفونه لري، دغه راز د اقليمي بدلون، سيمه ايزو شخړو او د بې وزلۍ په شمول د نړيوالو ننګونو په مقابله کې د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د همکارۍ پياوړتيا لپاره ګټور دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |