CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، د تاجکستان ( د تاج درجې مډال) ومنلو او د دغه مډال د ورکولو په مراسمو کې يې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-06-16 16:05:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۵مه نېټه د تاجکستان په پلازمينه دوشبنه کې د دغه هېواد د ولسمشر امام علي رحمانوف لخوا ( د تاج درجې مډال) ومنلو او د دغه مډال د ورکولو په مراسمو کې يې ګډون وکړ.

دغه مراسم د تاجکستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې تر سره شول. د دغه هېواد د شاغاسي لخوا د مډال ورکولو د حکم له لوستلو وروسته ولسمشر رحمانوف ياد مډال رئيس شي جين پينګ ته وړاندې کړ چې دغه مډال د تاجکستان د ډېرې لوړې کچې مډال دی. ورپسې د دواړو هېوادونو مشرانو يو له بل سره په لاس روغبړ وکړ او ګډ عکسونه يې واخيستل.

ولسمشر رحمانوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره د رئيس شي جين پينګ لخوا د تر سره کړيو خدمتونو لوړه ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې له رئيس شي سره يو ځای د دوه اړخيزو اړيکو د لا پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

رئيس شي وويل، چې ولسمشر رحمانوف راته ( د تاج درجې مډال) له راکولو څخه له چينايانو سره د تاجکستان د خلکو ژورې دوستۍ څرګندېږي. زه دې ته په ډېره درنه سترګه ګورم. زه غواړم چې له ولسمشر رحمانوف سره يو ځای نوي پړاو ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړو، څو د دواړو هېوادونو خلک ورڅخه ګټه واخلي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای