CRI Online

شي جين پينګ د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمانوف سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-06-16 16:07:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۵مه نېټه د تاجکستان په پلازمينه دوشنبه کې د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمانوف سره خبرې اترې وکړې. د دواړو هېوادونو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او په هره ساحه کې د همکاريو لوړه ارزونه يې وکړه او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لايحه يې ګډه طرحه کړه. دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د صميميت او متقابل باور په رڼا کې د همکاريو او ګډو ګټو پر اساس د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې ژورې کړي، څو په هره ساحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستۍ ټينګې شي، د بشريت د ګډ برخليک ټولنه اباده شي او ګډه سمسورتيا او پرمختګ وساتل شي.

شي جين پينګ لومړی د اسيا د متقابل عمل او باور د جوړونې د اقداماتو کنفرانس د ۵مې سرمشريزې غونډې د برياليتوب په مناسبت تاجکستان ته مبارکي وويله. هغه وويل، چې په دغه غونډه کې مهمې ګډې نظريې او لاسته راوړنې تر لاسه شوې. نړۍ ته يې فعال او مثبت معلومات ورکړل او د نړۍ د پرمختګ لپاره يې مثبت قوت برابر کړ. چين او تاجکستان دې په پر له پسې توګه د مرکزي مسئلو د حلولو لپاره يو د بل ټينګ ملاتړ وکړي. دواړه هېوادونه دې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او د تاجکستان د ملي پرمختيايي ستراتيژۍ ترمنځ د پيوستون، د همکاريو د پټ قوت د پياوړتيا، د همکاريو د کيفيت د لوړتيا، د اساسي تاسيساتو د نښلولو او د انرژۍ، کرنې او صنعت په برخو کې د همکاريو د ژورتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي. چين غواړي د کولتور، ښوونې او سيلانۍ په برخو کې له تاجکستان سره نژدې تګ راتګ وکړي او دواړه هېوادونه دې د ترهګرۍ، تندلارۍ او بېلتون غوښتونکو پرضد د مبارزې، د نړيوالو جرمونو او د نشه يي توکو د مخنيوي او د انټرنيټي امنيت د ساتلو په برخو کې لا ښې همکارۍ وکړي، څو د دواړو هېوادونو او حتی د دې سيمې امنيت وساتل شي.

ولسمشر رحمانوف له تاجکستان څخه د رئيس شي جين پينګ د دوهمې ليدنې هر کلی وکړ او د يادې غونډې د برياليتوبونو لپاره د چين له خدمتونو څخه يې مننه څرګنده کړه. هغه د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې په مناسبت چين ته مبارکي وويله او د چين د دايمي امنيت او د خلکو د ښه ژوند په اړه نيکې هيلې يې وښودلې. هغه وويل، چې تاجکستان غواړي د يو کمربند يوې لارې په چوکاټ کې د انرژۍ، نفتي کيمياوي صنعت، اوبو او برېښنا او اساسي تاسيساتو د ابادولو په برخو کې د مهمو پروژو د پياوړتيا لپاره له چين سره ښې همکارۍ وکړي، څو د صنعتي کېدو په اړه د تاجکستان موخه ژر تر ژره تر سره شي. دواړه هېوادونه دې د ځوانانو، ښوونې او کولتور په برخو کې تګ راتګ پياوړی کړي. تاجکستان به له چين سره يو ځای د ترهګرۍ، تندلارۍ او بېلتون غوښتونکو پرضد د مبارزې، د نړيوالو جرمونو د مخنيوي، د قوانينو د اجرا کولو او د شانګهای همکارۍ سازمان او د ياد کنفرانس په شمول په څواړخيزو نړيوالو چوکاټونو کې د همغږۍ د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

له خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو مشرانو د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د ژورتيا په هکله د چين ولسي جمهوريت او د تاجکستان جمهوريت ترمنځ ګډه اعلاميه لاسليک کړه. دواړو هېوادونو د دواړو مشرانو په شتون سره ګڼ شمېر همکاريز تړونونه هم لاسليک کړل. ورپسې د دواړو هېوادونو مشرانو يوه ګډه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای