د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د چين او امريکا ترمنځ د پوهنې مالکيت حق د قضيې په اړه د سوداګرۍ نړيوال سازمان کاري ګروپ د جون په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، امريکا غوښتنه کړې ده چې د سږ کال د دسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې د دغه سازمان په چوکاټ کې د چين په مقابل کې د پوهنې مالکيت حق دعوا دې لنډ مهالې بنده کړي.
د معلوماتو له مخې، امريکا د ۲۰۱۸م کال په مارچ کې د پوهنې مالکيت حق د ساتلو په هکله د چين د ګڼ شمېر تدبيرونو په مقابل کې دعوا وړاندې کړې وه. ياد سازمان د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ کې دغه کاري ګروپ جوړ کړ. د دغه سازمان د قواعدو له مخې، د دعوا وړاندې کوونکې خوا حق لري چې د ۱۲ مياشتو لپاره د دعوا د درېدلو غوښتنه وکړي.
ياد کاري ګروپ په دغه اعلاميه کې د امريکا د دغې غوښتنې لامل نه دی په ډاګه کړی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |