CRI Online

په هسپانيا کې د 5G لومړۍ سوداګريزې شبکې په کار پيل وکړ او د چين هوا وې شرکت د دغې شبکې د مرکزي تجهيزاتو عمده برابروونکی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-06-16 16:09:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د وادافون ګروپ په نوم نړيوال مخابراتي شرکت د جون په ۱۵مه نېټه په هسپانيا کې د دغه هېواد د 5G لومړۍ سوداګريزه شبکه پرانيستله. دغه شبکه د هسپانيا په ۱۵ ښارونو کې کارول کېږي. د چين هوا وې شرکت د دغې شبکې د مرکزي تجهيزاتو عمده برابروونکی دی. له دې امله هسپانيا په اروپايي هېوادونو کې مخکنی هېواد ګرځېدلی چې پکې د 5G سوداګريزه شبکه کارول کېږي.

د معلوماتو له مخې، د هوا وې شرکت او د وادافون ګروپ شرکت ترمنځ لسګونو کلونو راهيسې، ښې همکارۍ ساتل شوې دي. په هسپانيا کې د دغه شرکت لخوا د 5G سوداګريزې شبکې جوړول به په نورو هېوادونو کې د5G سوداګريزې شبکې د جوړولو لپاره ښه مثال او تجربې برابرې کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای