د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې له قرغيزستان او تاجکستان څخه رسمي ليدنې وکړې او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا په ۱۹مه غونډه او د اسيا د متقابل عمل او باور د جوړونې د اقداماتو کنفرانس په ۵مه سرمشريزه غونډه کې يې په جلا جلا توګه ګډون وکړ. د دغه سفر د پای په وخت کې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دغه سفر په اړه معلومات خبريالانو ته ورکړل.
نوموړي وويل، دغه سفر د ښه ګاونډيتوب او له دوستيو څخه ډک يو سفر، د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ يو سفر، د شانګهای رويې د خپرولو يو سفر او د اسيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو د لارښوونې يو سفر دی چې د نويو نړيوالو اړيکو د جوړولو او د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د ابادولو لپاره نوې پاڼه پرانيزي. رئيس شي جين پينګ په تېرو ۵ ورځو او ۴ شپو کې په کابو ۳۰ دوه اړخيزو او څواړخيزو فعاليتونو کې ګډون کړی و او زياتې لاسته راوړنې يې تر لاسه کړې دي. لومړی، له اړوندو هېوادونو سره دوديزې دوستۍ ژورې شوې او د ښه ګاونډيو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې شوې دي. دوهم، د يو کمربند يوې لارې د ګډې ابادۍ پر اساس د همکاريو کيفيت لوړ شوی دی. درېيم، د شانګهای رويې په خپرولو سره د همکاريو نمونې جوړې شوې دي. څلورم، د ياد کنفرانس په چوکاټ کې د اسيا د ښې راتلونکې د ابادولو لپاره همکارۍ ټينګې شوې دي. پنځم، د چين اصول او دريځونه بيان شوي او ډيپلوماتيکې مفکورې خپرې شوې دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |