CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې او د چين او افريقا د همکارۍ د نويو عملونو نړيوال فورم په مصر کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-06-17 11:00:55

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د يو کمربند او يوې لارې او د چين او افريقا د همکارۍ د نويو عملونو نړيوال فورم د جون په ۱۶مه نېټه د مصر په پلازمېنه قاهره کې تر سره شو. په دغه فورم کې د نايجريا، کينيا، چين او مصر څه د پاسه ۸۰ حکومتي چارواکو، صنعتګرو او کارپوهانو د اړوندو مسئلو په اړه بحثونه وکړل.

ياد فورم د چين د يو کمربند او يوې لارې د افريقا د څېړنيزې ټولنې او د مصر د اين شمس پوهنتون له خوا په ګډه جوړ شوی و. ګډون کوونکو يې د يو کمربند او يوې لارې او د چين او افريقا د همکارۍ ،د چين او افريقا د چارو د پرمخبيولو، د يو کمربند او يوې لارې په رڼا کې د چين او مصر ترمنځ د اړيکو، د افريقا د صنعتي کېدو بهير او د مسلکي تخنيکي ښوونې د پرمختګ په اړه د نظريو تبادله وکړه.

په مصر کې د چين سفارت د وزيرمختار په کچه د سوداګرۍ مستشار هان بينګ هم په دغه فورم کې ګډون کړی و او په خپله وينا کې يې وويل چې مصر د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ همکار دی. په دې وروستيو کلونو کې د چين او مصر دوه اړخيز سوداګريز ارزښت په څرګند ډول لوړ شوی او کولتوري تبادله يې هم پياوړې شوې ده. مصر به د ۲۰۱۹ کال د افريقايي ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د چين او افريقا د همکارۍ په برخه کې ستر رول ولوبوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای