CRI Online

نړيوالې ټولنې د شي جين پينګ د وينا ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-17 11:06:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسيا د متقابلو همکاريو او باوري تدبيرونو شورا ۵مه سرمشريزه غونډه د جون په ۱۵مه نېټه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې مهمه وينا وکړه. د ډېرو هېوادونو د شخصيتونو په اند، د شي جين پينګ په ياده وينا کې د اسيا د دايمي سولې او ګډې سمسورتيا په برخو کې د چين دريځ ښکار شوی، په عين وخت کې د اسيا د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د متقابل پوهاوی، اعتبار، همکاريو او ګډو ګټو د تر لاسه کولو لپاره خپل وړانديز وړاندې کړی دی.

د قطر خبري اژانس د څېړنې ادارې مشر خالد بينال وويل، په ياده وينا کې د شي جين پينګ نظريې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د متقابل اعتماد او همکاريو، د سيمه ييزو شخړو کمولو د سيمه ييزې سولې ساتلو لپاره ګټورې دي.

د ايران د تهران پوهنتون د نړيوالو اړيکو پوهنځي استاذ فويد ازاد د شي جين پينګ هغې نظريې ډېرې خوښې شوې چې په ګډه سره د تجارت او پانګونې ازاد او اسانه کېدو ته وده ورکړي. هغه وويل، چې د چين دريځ د اسيا د امنيت او پرمختګ د نوې پاڼې د پرانيستل لپاره ګټور دی.

د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د توان جوړونې مرکز مرستيال ياسر مسعود وويل، د چين هغه دريځ چې له ورخلاصون، څواړخيزتوب او همکاريو څخه ملاتړ کوي، د بېلابېلو هېوادونو د همغږۍ لپاره او د پرمختيايي هېوادونو د سولې او پرمختګ لپاره ګټور دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای