د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او بريتانيا د مصنوعي ځيرکتيا د تخنيکي نوښت فورم پر ځايي وخت د جون په ۱۵مه نېټه د بريتانيا د لندن په امپريال کالج کې تر سره شو. په ياد فورم کې د دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو او اړوندو کارپوهانو په ګډون څه د پاسه ۱۰۰ مېلمانو ګډون کړی و.
د ياد فورم اصلي موضوع د مصنوعي ځيرکتيا د نوښت او سوداګريز استعمال وه. په بريتانيا کې د چين سفارت د وزيرمختار په کچه مستشار جيانګ سو نان هم په دغه فورم کې ګډون کړی و او په خپله وينا کې يې وويل چې د چين ساينس او ټېکنالوژۍ پرمختګ د هرې ورځې په تېرېدو سره بدلون مومي. په چين کې د خلکو له خوا د چارو خلاصول او نوښت يو غوره والی ګرځېدلی دی. چين په نړۍ کې د مصنوعي ځيرکتيا د تخنيک په برخه کې تر ټولو ستر بازار لري، په عين وخت کې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د خلکو له خوا د چارو خلاصولو او نوښت د ملاتړ لپاره اړوندې تګلارې پلې شوې دی. هغه د بريتانيا سوداګرو هرکلی وکړ چې چين ته راشي او د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې پانګونه وکړي څو لاستر ارزښتونه جوړ او ګډ پرمختګ رامنځته شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |