CRI Online

اسرائيل به په بحرين کې د فلسطين مسئلې په اړه د اقتصاد په سمينار کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-17 15:37:43

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير کاتز د جون په ۱۶مه نېټه وويل چې اسرائيل به د روانې مياشتې په پای کې په بحرين کې د فلسطين مسئلې په اړه د اقتصاد په سمينار کې ګډون وکړي.

دا لومړی ځل دی چې اسرائيل په ياد سمينار کې د ګډون په اړه رسمي موقف څرګندوي. تر اوسه د اسرائيلو او بحرين ترمنځ ديپلوماتيکې اړيکې نه دې ټينګې شوي.

د اسرائيلو خبري رسنيو خبر ورکړ چې کاتز د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه د امريکا په نيويارک کې د اسرائيلو د بيت المقدس پوست ورځپاڼې په کلنۍ غونډه کې تر ګډون وروسته يادې څرګندونې وکړې. کاتز د امريکا ستاينه وکړه چې د امنيتي همکارۍ او اقتصادي غوښتنو له لارې د امريکا او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ودې لپاره يې خدمتونه کړي او ويې ويل چې ياد سمينار ددې هڅو اصلي عنصر دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای