CRI Online

د فرانسې د کمونېست ګوند د ملي اجرائيوي کمېټې غړې ليديا سامابکس : د امريکا لخوا پېل شوی سوداګريز اصطکاک پر نړيوال اقتصاد منفي اغېزه کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-17 15:57:13

د فرانسې د کمونېست ګوند د ملي اجرائيوي کمېټې غړې او د يادې کمېټې د نړيوالو چارو مسئولې ليديا سامابکس له سين هوا اژانس سره د مرکې پر مهال وويل چې د امريکا تسلط غوښتنه او يواړخيزم نړيوالې اړيکې او د بېلابېلو هېوادونو راتلونکی پرمختګ سخت ګواښي او د چين په مقابل کې د امريکا لخوا پيل شوی سوداګريز اصطکاک پر نړيوال اقتصاد منفي اغېزه کوي.

نوموړې وويل، د فرانسې کمونېست ګوند پدې اند دی چې امريکا د چين اقتصادي وده د خپل تسلط او رهبرۍ غوښتنې پر وړاندې ګواښ بولي، نو ځکه د چين پر وړاندې يې سوداګريز اصطکاک پيل کړ. نوموړې زياته کړه چې د امريکا يواړخيزم نه يوازې د دغه هېواد ، بلکې د نورو هېوادونو او نړۍ پر اقتصاد منفي اغېزه لري او د دغو منفي اغېزو د حل لارې د لټولو لپاره په کار ده چې فرانسه او نور هېوادونه له چين سره ګډې همکارۍ وکړي.

نوموړې همدارنګه د چين د اقتصادي ودې په لرليد خوشبيني څرګنده کړه او ويې چې چين د خپل اقتصادي پرمختګ په اړه يو اوږمهال پلان لري چې نه يوازې د دغه هېواد لپاره بلکې د اسيا او اروپا لپاره هم ګټه لري.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای