CRI Online

د ايران د اسلامي مؤتلفې ګوندعمومي منشي :د امريکا له خوا پيل شوي اقتصادي او تجارتي خنډونه د نړۍ پر وړاندې لويې ننګونې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-17 16:14:51

د ايران د اسلامي مؤتلفې ګوندعمومي منشي اسدالله بادامچيان په دې وروستيو ورځو کې د سين هوا اژانس له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل چې د امريکا حکومت له څو خواوو سره اقتصادي او تجارتي اصطکاک رامنځته کړی چې دا د نړۍ پر وړاندې تر ټولو يوه لويه ننګونه ده. د امريکا د زورواکې غوښتنې عملونه د نړۍ د سولې او ثبات لپاره يو ګواښ رامنځته کوي.

بادامچيان وويل چې ايران غواړي له چين سره همکاري وکړي او په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې په ابادولو کې ګډون وکړي. د يو کمربند او يوې لارې ابادي کولی شي اقتصادي پرمختګ ته وده او د توکو د ليږد راليږد لپاره ښه زمينه برابره کړي، بې له شکه دا يوه سمه لار ده.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای