CRI Online

د چين په چونګ چينګ ښار کې سوداګره لي وان چيونګ

cri     (GMT+08:00) 2019-06-17 16:29:37

د چين په چونګ چينګ ښار کې سوداګره لي وان چيونګ

د چين نړيوالې راډيو د خبر ل مخې، د چين د چونګ چينګ ښار په جاو جيا واټ کې مېرمن لي وان چيونګ او د دې خاوند جو شنګ فو د ګاونډيو په منځ کې ډېر شهرت لري. دوی په څلوېښت کلنۍ کې کاروبار ته مخه کړه او د يخن کاکونو د توليدولو له لارې يې د ځان شتمن کولو سره په عين وخت کې خپلو ګاونډيو ته هم د کار او استخدام ډېر فرصتونه برابر کړي دي.

مېرمن لي وان چيونګ زموږ له خبريال سره په مرکه کې وويل، زه پخوا د جامو د چمتو کولو کار کوم. هغې وويل، د ۲۰۱۳ کال يوه ورځ يې يوه نجلۍ وليدله چې يو ښکلی پيراهن يې اغوستلی و او د دې له کور څخه تېره شوه، نو له هغې سره دا نظر پيدا شو چې د يخن کاکونو يوه فابريکه جوړه کړي. په ۲۰۱۴ کال کې دوی له حکومت څخه پنځوس زره يوانه پور تر لاسه کړ او خپله فابريکه يې پرانيستله. څرنګه چې د دوی توليدات له بازاري اړتيا سره سمون خوري، نو کاروبار يې ډېر ښه دی. د يخن کاکونو د خرڅلاو کلنۍ اندازه يې 1.5 مليونو ته رسېدلې او څه باندې څلوېښت تنه ګاونډيان يې پر دندې ګومارلي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای