CRI Online

د ترکيې د خبري رسنيو هئيت د شينجيانګ له اسلامي دارالعلوم څخه ليدنه کتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-17 17:33:35

د چين د مرکزي راډيو او ټليويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د ترکيې د خبري رسنيو اووه کسيز هئيت څو ورځې مخکې د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې له اسلامي دارالعلوم څخه ليدنه کتنه وکړه، د دغه دارالعلوم له مرستيال ليو يان هوی سره يې د مذهبي او قومي مسئلو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې او د ۲۰۱۵مې دورې د ليسانس درجې له محصلينو سره يې ډيالوګ وکړ.

ښاغلي ليو يان هوی ياد پلاوي ته د دغه دارالعلوم په اړه معلومات ورکړل. د شينجيانګ اسلامي دارالعلوم په شينجيانګ کې يوازېنی عالی مذهبي پوهنځی دی او پکې د ليسانس درجې زده کړې کېږي او ديني کورسونه شته. اوس په دغه دارالعلوم کې ۶۳۰ محصلين پر زده کړه لګيا دي.

د ترکيې عالم ګوری الپار له ليدنې کتنې وروسته وويل، ترکيې دارالعلوم د شينجيانګ دارالعلوم ته ورته دی او درسونه يې يو شان دي. د ده په اند، دا لازمه ده چې حکومت په واحده توګه مذهبي ښوونه اداره کوي. چين په دې برخه کې ښه کار کړی دی او کوي يې. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای