د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هوا وې شرکت جوړونکي او لومړی اجرائيوي مشر ژن جنګ فې د جون د ۱۷مې نېټې په ماسپښين په شنګ جن ښار کې د هوا وې شرکت په مقر کې د امريکا له کارپوهانو ګيورګ ګيلدر او نيچولاس نيګروپونټ سره د تخنيک، بازار او تصدۍ تر سرليک لاندې خبرې وکړې.
ژن جنګ فې وويل، د هوا وې شرکت دېرش کلن پرمختګ د عصري نړيوالو شرکتونو له همکاريو او مرستو څخه نه دی جلا شوی. يوازې د نړيوالو همکاريو له لارې لا زيات کسان له علمي او تخنيکي لاسته راوړنو څخه ګټه اخيستلی شي.
ښاغلي ګيورګ ګيلدر له وال سټريټ ورځپاڼې سره د مرکې په ترڅ کې ويلی چې هوا وې شرکت نه يوازې يوه معضله نه ده، بلکې د اقتصاد د فعال کېدو او د ديجټل تاسيساتو د ابادۍ په برخو کې د امريکا لپاره يو فرصت دی. امريکا بايد هوا وې شرکت ومني.
ښاغلي نيچولاس نيګروپونټ پخوا په يوه مقاله کې ليکلي چې د هوا وې شرکت د تجهيزاتو مخنيوی به د امريکا د مخابراتي شبکې د امنيت د ساتلو لپاره ګټور نه وي او د امريکا تصديو او مشتريانو ته به زيان ورسوي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |