د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کميټې وياند منګ وې د جون په ۱۷ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې چين غواړي د نادرو خاورينو شيانو د توليد په برخه کې د نورو هېوادونو د پرمختيا قانوني اړتياوې پوره کړي، خو که د دغو خاورينو عناصرو صادرېدل د چين د پرمختيا د مخنيوي لپاره وکارول شي، نو له دې کار سره سخت مخالفت کوي.
هغه زياته کړه چې چين په نړۍ کې د نادرو خاورينو عناصرو سرچينو تر ټولو لويې زيرمې لري او ستر توليدونکی هېواد دی. دا به د چين او نړۍ د اقتصاد د پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي چې د نادرو خاورينو عناصرو جوړېدل او کارول پراخ شي. د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټه به د پوره څېړنې او علمي استدلال پر بنسټ د نادرو خاورينو عناصرو د باکيفيته پرمختګ لپاره اړوند تګلاره غوره کړي تر څو نادر خاورين عناصر د ستراتېژيکې سرچينې په توګه ځانګړې رول ولوبوي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |