د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جون په ۱۷مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، دا بېهوده ده چې امريکا شينجيانګ ته د م م د سرمنشي مرستيال د سفر په اړه ناوړه خبرې وکړې او پر چين او م م يې نيوکه وکړه.
د معلوماتو له مخې، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په اړه د م م د سرمنشي مرستيال ولاډيمير ايوانويچ ورونکوف د جون له ۱۳مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې چين ته سفر وکړ او د دغه سفر په ترڅ کې يې د چين د شينجيانګ د اويغور له کورواکې سيمې څخه ليدنه وکړه. د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال جون سوليوان پر دغې ليدنې نيوکه وکړه. وياند لو کنګ په دې اړه وويل، ( ويل کېږي چې امريکا نه غواړي د نړيوالې ټولنې لخوا د چين د شينجيانګ په اړه عادلانه او معقوله اوازونه واوري. دا تازه پېښه نه ده. امريکا د شينجيانګ په چارو کې د چين د حکومت پر تګلارو او تدبيرونو باندې تور لګوي او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. زه او زما ملګريو څو څو ځله په دې اړه د چين جدي دريځ څرګند کړی دی. د امريکا عمل رياکارنه او بې بنسټه دی.) (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |