CRI Online

له تبت سره ۲۰۲ مرستندويه پلانونه لاسليک شول

cri     (GMT+08:00) 2019-06-18 10:32:49

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د تبت د کورواکې سيمې په ډېرو بی وزلو ځايونو کې د غربت د له منځه وړلو کارونو د هڅونې يعنې په دغه سيمه کې له بې وزلو کسانو سره د اغېزمنو مرستو په اړه کاري غونډه د جون په ۱۷مه نېټه د دغې سيمې په لين جي ښار کې تر سره شوه چې په کې له تبت سره د ۲۰۲ مرستندويه پلانونو د لاسليکولو مراسم تر سره شول. د اټکل له مخې به په دغو پلانونو کې د ۲۱مليارډ او ۵۰۰ مليونه يوانه ولګول شي او د لاسليکوونکو پلانونو شمېر او د پانګونې پيمانه به دواړه ډېر زيات شي.

د دولتي شورا لخوا د بی وزلو سيمو سره د مرستندويو کارونو د لارښوونکې ډلې د غوښتنو له مخې د مرکزي حکومت تر تصويب لاندې د دريو سيمو او ښارګوټو په ډېرو بې وزلو سيمو کې دې له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې په هر کال کې له بې وزلۍ سره د مرستې غونډه جوړه شي. په تبت کې له ۲۰۱۶ کال راهيسې هر کال دغه ډول غونډه جوړيږي او له ۲۰۱۷ کال څخه په هره کلنۍ غونډه کې له تبت سره د مرستندويو پلانونو د لاسليکولو مراسم تر سره کيږي. تر اوسه پورې عموماً ۲۵ پلانونه عملي شوي او په کې د پانګونې اندازه له ۶مليارډ يوانو څخه اوښتې ده.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای