CRI Online

د عراق پلازمينې بغداد ته نژدې يوه پوځي اډه له راکټي بريد سره مخ شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-18 10:36:50

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د عراق پلازمينې بغداد په شمال کې يوه پوځي اډه باندې د جون په ۱۷مه نېټه د دری راکټونه ولګېدل. په دغه اډه کې هغه امريکايي سرتيري ميشته دي چې د عراق د پوځ د روزنې دنده پر غاړه لري.

د عراق ائتلافي قوماندانۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د کاتيوشا په نوم دری راکټونه د همدې ورځې په شپه بغداد ته په شمال کې د تاجي پر پوځي اډې لګېدلي دي. د خبر له مخې، په دغه راکټي بريد کې مرګژوبله نه ده اوښتې. تر اوسه هيڅ ډلې يا شخص د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای