CRI Online

د سه چوان ولايت په چانګ نينګ ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ۱۱ تنه مړه شول

cri     (GMT+08:00) 2019-06-18 11:21:45

 

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جون د ۱۷مې نېټې په شپه د سه چوان ولايت د يي بين ښار په چانګ نينګ ولسوالي زلزلې ولړزوله. د يي بين ښاروالۍ د مطبوعاتي دفتر د تازه خبر له مخې، د ۱۸مې نېټې د سهار تر پنځو بجو او شلو دقيقو پورې، د دې زلزلې له امله ۱۱ تنه مړه او ۱۲۲ تنه ټپيان شوي دي. د چين حکومت د څښاک اوبو، خوراکونو، کېږديو او بسترو په شمول مرستندويه توکي په وار سره زلزله ځپلې سيمې ته ليږدولي دي.

د سه چوان ولايت د موبايل شرکت تر زلزلې وروسته بېړني تدبيرونه غوره کړي، په زلزله ځپلې سيمې کې انټرنيټي شبکه په عادي توګه کارول کېږي او ويجاړ شوي مخابراتي تجهيزات تر ترميم وروسته بيا په کار لوېدلي دي. د سه چوان تليکوم شرکت خبر ورکړی چې اوس د ځايي تليکوم سټېشن په عادي توګه کار کوي او د يي بين ښار د تليکوم او موبايل سټېشن د ترميم کارکوونکي د چانګ نينګ ولسوالۍ ګوانګ هه لوي کلي ته رسېدلي دي. اوس په دغه کلي کې موبايل ټليفونونه په عادي توګه کارول کېږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای