CRI Online

له دست شوی څخه تر زانګو پورې به پر چيني توليداتو باندې د امريکا د تعرفې زياتوالی د امريکايانو د ژوند پر هرې ساحې نفوذ ولري

cri     (GMT+08:00) 2019-06-18 14:05:11

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د امريکا د سوداګريزۍ د استازو دفتر پر ځايي وخت د جون په ۱۷مه نېټه د ۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو باندې د تعرفې د زياتوالي په اړه يوه اووه ورځنۍ عام اوريدنه پيل کړه. د دغې اوريدنې په لومړۍ ورځ کې د امريکا د جامو توليدي تصديو، د اوبو د برابرولو او ايستلو تجهيزاتو د صنعتي چارو د ټولنې او د ماشومانو د توليداتو د تصديو په شمول د ګڼ شمېر چارو او ټولنو استازو په جلا جلا توګه پر چيني توليداتو باندې د تعرفې له زياتوالي سره د مخالفت رويې څرګندې کړې.

دغه اوريدنه د جون په ۱۷مه نېټه شروع شوه چې اووه ورځې به دوام ولري. د څه باندې ۳۲۴ ارګانونو استازي به پکې برخه واخلي. د ميتسوبيشي کيمياوي شرکت په شمول پر سترو او نړيوالو تصديو سر بېره، د استازو په نوم لېست کې زياتره تصدۍ او ارګانونه د امريکايانو په عادي ژوند پورې نژدې اړه لري.

کېري ستاکپول د اوبو د برابرولو او ايستلو تجهيزاتو د توليدي تصديو د نړيوالې اتحاديې لومړی اجرائیوي مشر دی. د دغې ټولنې د غړيو تصديو لخوا په امريکا کې ۹۰٪ اړوند تجهيزات توليدېږي. نوموړي په همدې ورځ په ياده اوريدنه کې د يادو تصديو په استازيتوب خپل نظرونه او غوښتنې څرګندې کړې. هغه د امريکا له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د دست شوی او ښوبو په شمول پر چيني توليداتو باندې تعرفې زياتې نه کړي. ده وويل، 

تاسو په نننۍ اوريدنه کې ګډون کوونکو استازو ته وګورئ، دوی د زياتو تصديو او چارو استازي دي. د تعرفې زياتوالی ستره اغيزه لري او پر زياتو ساحو نفوذ لري. د چيني هنري شيانو له پلورونکو څخه د ډيوو تر ډيزاينرانو پورې او حتی زموږ د اوبو د برابرولو او ايستلو په چارو کې کارکوونکي ټول د تعرفې د زياتوالي تر اغيزې لاندې دي. څرنګه چې د تعرفې د زياتوالي په لېست کې ډېر زيات چيني توليدات شاملېږي، نو د مشتريانو پر ژوند به منفي اغيزه ولګول شي. په تېره بيا، د تعرفې د زياتوالي انډول به ۲۵٪ ته ورسېږي.

په ياده اوريدنه کې زياتو استازو د چيني توليداتو پر تعويض نه کېدونکو ځانګړتياوو ټينګار وکړ. د چين او امريکا اقتصاد د ډېر کلنو همکاريو پر اساس يو له بل سره نژدې نښلېدلی دی. د امريکا تصدۍ د چيني فابريکو د لوړې سويې او لويې اندازې لرونکو توليداتو ته اړتيا لري. د ماشومانو او اولادو د توليداتو د تصدۍ مرستيال برادلي ماتروکي وويل،

فولادي توليدات، برابري ځنځير، پټاره، د ګنډنې غوره تخنيک او داسې نور د ماشومانو د بسترو د توليدولو بنسټ دی. له چين پرته موږ په نورو ځايونو کې ياد شيان نه شو پيدا کولای. موږ د دې لپاره هڅې کړي، خو ستونزې شته دي. د يادونې وړ دی چې زموږ مارک ۳۱ کلن تاريخ لري. په تېرو ۳۱ کلونو کې مو په چين کې توليدات توليد کړي او د دغو توليداتو د سيالۍ قوت د پياوړتيا لپاره مو کوښښ کړی دی. بر سېره پردې، زموږ لخوا د ماشومانو لپاره د توليد شويو زانګو امنيتي معيار لوړ دی. د توليداتو د برابرۍ ځنځير د جوړولو لپاره زياتو کلونو ته اړتيا شته. کارګر دې وروزل شي، د تجهيزاتو د ادارې کارکوونکي دې وروزل شي او داسې نورې کړنې دې تر سره شي.

ښاغلي ستاکپول وويل، چې يوازې چيني فابريکې د اوبو د برابرولو او ايستلو د تجهيزاتو د توليدلو په بهير کې د توليداتو د کيفيت او اندازې په برخه کې د امريکايي تصديو اړتياوې او غوښتنې پوره کولای شي. ده وويل،

تاسو فکر وکړئ چې موږ د يادو توليداتو د توليدولو په برخه کې له چيني فابريکو سره د همکاريو د پياوړتيا لپاره ډېر کلونه لګوي ديی. زموږ ترمنځ همکاريو له اوږدې مودې راهيسې دوام کړی او کوي يې. چيني فابريکې زموږ له غوښتنو سره سم په ټاکلې اندازې توليد کوي. که څه هم داسې توليدات په امريکا او ويتنام کې هم توليدای شي، خو د کيفيت او اندازې په برخه کې زموږ اړتياوې پوره يوازی چين کولای شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای