د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د تجارتي استازو دفتر د جون په ۱۷مه نېټه د امريکا د هغې کړنې په اړه ۷ ورځنۍ عامه اورېدنه پيل کړه چې امريکا ته د چين پر صادراتي توليداتو ګمرکي ماليات لوړ کړي. د امريکا د صنعتي ټولنې او تصديو لسګونو استازو په همدې ورځ په ياده اورېدنه کې خبرداری ورکړ، چې د چين پر صادراتي توليداتو د ګمرکي مالياتو لوړول به پر امريکايي تصديو او مشتريانو بارونه زيات کړي، د امريکا د سيالۍ ځواک به ټيټ کړي او اقتصاد او کار پيدا کولو ته به تاوان ورسوي.
د شمېرنې له مخې، پر چين د امريکا د ګمرکي مالياتو د لوړولو په نوي لېست کې څه باندې ۳۸۰۰ ډولونه توليدات شتون لری، پکې اکثريت موبايل تلېفون، لپتاپ کمپيوټر، د ماشومانو امنيتي توکي،لباسونه او د سينګار سامانونه، بوټونه، لوتکې او داسې نور دي. که دغه نوی لېست پلی شي، نو لومړی به امريکايي مشتريان له زيانونو سره مخ شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |