CRI Online

چين د پانګو بازار د لاپرانيستې لپاره مهم ګام پورته کړی

cri     (GMT+08:00) 2019-06-18 16:05:43

د شانګهای او لندن د ونډو معاملې د مرکزونو ترمنځ د متقابل پيوستون ميکانيزم له څلور کلن چمتووالي وروسته د جون په ۱۷ مه نېټه په لندن کې فعال شو، دا د چين يو مهم ګام دی چې د خپلو پانګو بازار د لاپرانيستې په موخه يې پورته کوي. دغه ميکانيزم د چين او بريتانيې د پانګو بازارونو د پرمختګ لپاره ګټه لري او نړۍ ته يې د خپلې پانګو بازار د پرانيستلو لپاره د چين ټينګ هوډ او رښتينی عمل ښودلی دی.

ياد ميکانيزم نړيوال بازار ته د چيني پانګوالو او تصديو د ننوتلو لپاره نوې لاره برابروي، همدارنګه د نړيوالو پانګوالو او د بريتانيې د پانګو بازار لپاره هم ډېر ارزښت لري. بهرني پانګوال د دغه ميکانيزم له لارې کولی شي چې د چين په لويو تصديو کې پانګونه وکړي او د دغو تصديو په ګټو کې شريک شي. برسيره پردې د لندن د ونډو معاملو مرکز په اروپا کې لومړی لوی مرکز دی او لندن نړيوال پولي مرکز دی، نو ياد ميکانيزم د دواړو د مقام د ساتلو لپاره هم ډېر مهم دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای