د سين هوااژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شوی د جون په ۱۷مه نېټه د يمن د مسئلې په هکله د امنيت شورا په غونډه کې په خپله وينا کې د دغه هېواد له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې خبرې اترې بيا پيل کړي او سياسي حل لاره پيدا کړي.
هغه وويل چې د ستوکهولم تړون د يمن د مسئلې د سياسي حل و فصل مهم ګام دی او بايد په واقعي توګه عملي شي. د دغه تړون د اجرا کولو کارونه د بېلا بېلو خواوو تر ګډو کوښښونو لاندې پرمختګ کړی چې د حديده په سيمه کې اوربند شوی او د بيا ترتيباتو په لور يو ګام اخيستل شوی. دغه راز بېلا بېلې خواوې د ځايي امنيتي پوځ د جوړښت او د جنګي بنديانو د تبادلې په مسئلو کې سخت اختلافونه لري. نوموړي هيله څرګنده کړه چې م م همغږي پياوړې کړي او د دغو مسئلو د حلولو هڅونه وکړي.
ما جاو شوی وويل چې چين د امنيت شورا د ۲۲۱۶م سند په شمول د يمن د بېلا بېلو خواوو د اړوندو پريکړه ليکونو، د خليج د عربي هېوادونو د همکارۍ کميټې د وړانديز او د تطبيق ميکانيزم او د يمن د ملي خبرو اترو په غونډه کې د تر لاسه شويو سندونو پر بنسټ د خبرو اترو د بيا پيل او د يمن د مسئلې د سياسي حل و فصل ملاتړ کوي. هغه د يمن د ملي حاکميت خپلواکۍ او د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې پر دريځ ټينګار وکړ.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |