د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د تصديو جلبولو لپاره د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون تبليغاتي فعاليت د جون په ۱۷مه نېټه په شن جن ښار کې ترسره شو. دا لومړی ځل دی چې نړيوال وارداتي نندارتون د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو سيمو کې تبليغاتي فعاليت ترسره کړ او عمده موخه يې د ګوانګ دونګ ولايت د مصرفي اليکترونيکي توکي اخيستونکي سوداګرو جلبول دي.
د چين د نړيوال وارداتي نندارتون د ادارې مرستيال ليو فو شوی وويل، اوس دوهم نړيوال وارداتي نندارتون ته تياريانې نيول کېږي او ياد نندارتون درې برخې لري چې د هېوادونو نندارتون، د تصديو او سوداګرۍ نندارتون او د هونګ چياو نړيوال اقتصادي فورم. اوس د تصديو او سوداګرۍ نندارتون پلان شوی پراخوالی درې لکه مربع متره دی چې د لومړۍ دورې نندارتون په نسبت ډېر لوی دی او د نندارتون په توليداتو کې به AR/VR او د زړو کسانو د پالنې چارې زياتې شي. برسيره پر دې به د لوړې کچې مصرفي توکو ځانګړې ننداره، په ډګر کې د لويو ماشينونو او انجينري ګاډو ننداره او د بې چلونکي موټر د چلولو ازموينو سيمه زياته شي چې نندارچيانو ته لا ښه احساسات ورکول شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |