CRI Online

وانګ يي د سوريې د بهرنيو چارو وزير سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-06-18 16:08:44

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې د سوريې له مرستيال صدراعظم او د بهرنيو چارو له وزير وليد المعلم سره خبرې اترې وکړې او په ګډه مطبوعاتي ناسته کې يې له خبريالانو سره وکتل. وانګ يي د سوريې مسئلې د راتلونکي حل په هکله دری نظرونه وړاندې کړل او د ايران د اټومي مسئلې او د فارس خليج د اوضاع په اړه يې خپل فکر ورکړی دی. لومړی، بېلابېلې خواوې بايد د اوسنيو برياليتوبونو پر بنسټ سياسي ډيالوګ ته وده ورکړي څو چې ژر تر ژره د دغه هېواد د حالاتو سره سمون لرونکی او د متقابلو علاقو وړ طرحه تر لاسه شي. دوهم، بېلابېلې خواوې بايد جغرافيايي سياسي نظرونه پرېږدي او په کلکه توګه د م م د امنيت شورا لخوا له ټاکل شويو ترهګريزو سازمانونو سره مقابله وکړي څو چې په سوريه او سيمه کې ژر تر ژره سوله او امنيت ټينګ شي. درېيم، نړيواله ټولنه بايد د سوريې د بيا رغونې څخه ملاتړ وکړي او د دغه هېواد له خلکو سره مرسته وکړي او عادي ژوند لپاره زمينه مساعده شی.

معلم وويل، سوريه غواړي چې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون وکړي، هرکلی کوي چې چين د دغه هېواد په بيا رغونه کې ګډون وکړي او ورسره مرستې زياتې کړي. سوريه غواړي له بېلابېلو هېوادونو سره د امريکا له هغو کړنو سره مخالفت وکړي چې په نړۍ کې يواړخيزتوب او اقتصادي ترهګري تقويه کوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای