CRI Online

تبصره: هيڅ کلابندي او فشار به د ساينس او تخنيک په برخه کې د چين د نوښت مخه و نشي نيولای

cri     (GMT+08:00) 2019-06-18 17:39:10

په تېرو څو کلونو کې د چين د کارپوهې تو يو يو تر مشرۍ لاندې علمي ګروپ چې د نوبل جايزه يې تر لاسه کړې ده، د طبي علاج په بهير کې د ارټيميسينين پر وړاندې د مقاومت د معضلې د حلولو لپاره مؤثره لايحه وړاندې کړې. چيني کاپوهانو په دې کار سره يو ځل بيا د بشري طبي ستونزو د له منځه وړلو او د نړيوالې طبي ادارې د ښه والي لپاره يو نوی خدمت وړاندې کړی دی. په چين کې د تو يو يو په شان زرګونه علمي او تخنيکي کارکوونکي په علمي څيړنو بوخت دي او دا د چين د علمي او تخنيکي پرمختګ کلي ده.

خو په امريکا کې يو شمېر کسان د چين د ساينس او علمي نوښت په وړاندې ناوړه خبرې او عمل کوي. دوی د ساينس او تخنيک په برخه کې د خپل هېواد د سيالۍ قوت د قوي کېدو لارې چارې تر غور او پام لاندې نه نيسي، خو د ګونګوسو او انګازو په خپرولو سره پر چين ناسمه نيوکه کوي. خو هيڅ کلابندي او فشار به د ساينس او تخنيک په برخه کې د چين د نوښت مخه ونشي نيولای. د بېلګې په توګه د ارټيميسينين پيدا کولو او اخيستلو په افريقا کې د يخې تبې د علاج په برخه کې له څو مليونو کسانو سره مرسته کړې ده، د دوه رګه وريجو کرلو د ډوډۍ او خوراکونو په برخه کې په نړۍ کې د څو سوو مليونو کسانو معضله يې حل کړې ده. د (موه ځه) په نامه د انرژی اساسي واحد د علمي ازمويښتي توغندۍ توغولو په نړۍ کې د مخابراتي شبکې د امنيت د ساتلو لپاره زمينه برابره کړې ده، د (چانګ عه څلورم نمبر) سپوږمۍ څيړنيز ماشين د سپوږمۍ ليری خوا ته رسېدلی چې دې کار د سپوږمۍ د پيژندنې په برخه کې خلکو ته زيات خدمت برابر کړی دی. د چين د دولت رئيس د پيټرسبورګ نړيوال اقتصاد په فورم کې څرګنده کړې چې چين غواړي د 5G تخنيک په شمول له مختلفو هېوادونو سره يو ځای تازه علمي او تخنيکي لاسته راوړنې شريک کړي او دا به په نړۍ کې د سالمې سيالۍ مرکزي قوت د پياوړتيا او د اقتصادي پرمختګ د موډل د بدلون لپاره ګټوره وي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای