د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل د جون په ۱۸ مه نېټه د جرمني په برلين کې د اوکراين له ولسمشر سره په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې ګډون کړی و.
د سينهوا اژانس د خبر له مخې د المان صدراعظمې انګيلا ميرکل د جون په اتلسمه نېټه وويل چې المان پر روسيې باندې د اروپايي ټولنې د بنديزونو له زياتوالي څخه ملاتړ نه کوي.
نوموړې په همدې ورځ په برلين کې د اوکراين له ولسمشر ولوديمير زلينسکي سره خبرې اترې وکړې او تر هغه وروسته يې په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل چې المان به په روانې اوونۍ کې د اروپايي ټولنې په سرمشريزه غونډه کې پر روسيې باندې د دې ټولنې د اوسنيو اقتصادي بنديزونو له اوږدوالي څخه ملاتړ وکړي، خو د دغو بنديزونو له زياتوالي څخه به ملاتړ ونه کړي.که د اوکراين د حاکميت او خاورو بشپړتيا اعاده نه شي ،لويديځ هېوادونه به پر روسيې باندې بنديزونه لغوه نه کړي.
زلينسکي وويل چې پر روسيې باندې د اروپايي ټولنې اوسني اقتصادي بنديزونه کافي نه دي، نو بايد ورباندې بنديزونه زيات شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |