CRI Online

د روسيې دوما د منځني واټن ذروي وسلو تړون د تطبيق د ځنډولو تقنيني مسوده تصويب کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-19 11:24:39
د روسيې دوما د منځني واټن ذروي وسلو تړون د تطبيق د ځنډولو تقنيني مسوده تصويب کړه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د استازو جرګې يعنې دوما د جون په ۱۸مه نېټه د منځني واټن ذروي وسلو تړون د تطبيق د ځنډولو تقنيني مسوده تصويب کړه چې د ولسمشر ولاديمير پوتين لخوا د مې په ۳۰مه نېټه دوما ته وړاندې شوې وه.

په ياده قانوني مسوده کې ټاکل شوې چې روسيه به کوم وخت دغه تړون بيا تطبيق کړي، د دې په اړه به د هېواد د ولسمشر لخوا پرېکړه کېږي. د روسيې فدرالي کمېټه يعنې د پارلمان د مشرانو جرګه به د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه د دې تقنيني مسودې په اړه څېړنې او بحث وکړي. د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سيرګي ريابکوف په همدې ورځ وويل چې د دې تقنيني مسودې له مخې به روسيه د ياد تړون تطبيق وځنډوي، خو دا له دې تړون څخه د وتلو معنا نه لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای