CRI Online

ترکي ژورناليستانو او کارپوهانو په شينجيانګ کې د ګوانګ جو موټر ګروپ له کارخانې څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-19 14:50:24

د ترکيې د يو شمېر مشهورو رسنيو ژورناليستانو او کارپوهانو پدې وروستيو ورځو کې په شينجيانګ کې د ګوانګ جو موټر ګروپ له فرعي شرکت څخه ليدنه وکړه او هيله يې وښودله چې د چين له لوري توليد شوي موټرونه د ترکيې بازارونو ته داخل شي.

د ګوانګ جو موټر ګروپ د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې د يو کمربند او يوې لارې طرحې او له شينجيانګ سره د حکومت د مرستندويه پاليسۍ په رڼا کې په شينجيانګ کې خپله فرعي کارخانه جوړه کړه او د ۲۰۱۸ کال په مې مياشت کې يې دغه کارخانه د خپلې نښې (( Trumpchi )) موټرو د جوړولو لپاره رسماً فعاله کړه، وړاندوينه کېږي چې سږکال به يې د موټرو د توليد اندازه ۶۰۰۰ ته ورسېږي.

ترکي ژورناليستانو او کارپوهانو په کارخانه کې د Trumpchi موټرو د جوړولو بهير له هر لوی وکاته او د دې نښې د سيالۍ قوت يې پياوړی وباله. د ترکيې ازادۍ ورځپاڼې اېډيټر مېرت وويل،دا د ده لومړی ځل دی چې چين ته سفر کوي، څو ورځې مخکې يې په ختيځ چين او بېجينګ کې له يو شمېر عصري تخنيکي تصديو څخه ليدنه وکړه او ورپسې يې په شينجيانګ کې له يوې بلې عصري فابريکې څخه هم ليدنه وکړه، پخوا به د چين نوم په اوريدو سره د ده په تصور کې د دغه هېواد وروسته پاتې والی انځورېده، خو اوس يې فکر بدل شو، نوموړي وايي ، چين چټکه پرمختګ کوي، د چين د موټرو د جوړولو تکنالوژي د نړۍ مخکښې سويې ته رسېدلې او له نورو نړيوالو مشهورو نښو سره کټ مټ برابره ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای