د چين د نشراتو نړيوال ګروپ له ۲۰۱۵ کال څخه په پرله پسې توګه د پولند، تايلند، نيپال، سويس، کيوبا، پيرو، فليپين، کمبوديا او ايران له اړوندو ادارو سره په ګډې همکارۍ د چين د کتابونو مرکزونه جوړ کړي دي او ورپسې يې د مکسيکو په کتابتون کې لسم مرکز جوړ کړ. د دغو مرکزونو هدف بهرنيانو ته چين ورپېژندل دي.
د مکسيکو کتابتون رئيس د ياد مرکز پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې وويل چې د ده کتابتون خلکو ته د بېلابېلو کلتورونو د ورپېژندلو په هڅه کې دی او چيني کلتور يو له دغو مهمو کلتورونو څخه دی. چينايان له پخوا زمانې راهيسې د ليک او لوست دود لري. د چين د کتابونو مرکز به کتاب لوستونکو ته د چين تاريخ او کلتور وروپېژني، له ننني چين سره به مکسيکو لانږدې کړي او مکسيکويانو ته به د چين ستر پرمختيايي برياليتوبونه او نړيواله اغېزه وروښيي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |